اسلام آباد (مانند نیوز) د مذهبي چارو وزارت وئېلې دي د پرائیویټ حج سکیم بکنګ د سستوالي ښکار دے، تر 17 اکتوبر به د پرائیویټ حج سکیم پاتې كېدونكې کوټه په سرکاري سکیم كښې شاملولې شي ۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ ’’اے پي پي ‘‘سره خاص خبرو كښې ووئېل د حج 2026 لپاره د پرائیویټ سکیم حج کوټه 60 زره مختص کړې شوې د كومې د بکنګ پېل چې د 29 ستمبر نه شوے دے ، وزارت د پرائیویټ حج ټور آپریټرز د دې خبرې پابند کړې وو چې تر ټولو اول به د پرائیویټ سکیم تر مخه د تېر كال حج نه پاتي 21 زره نه د زياتو كسانو بکنګ كوئ او د دغې نه بس دوي له د جنرل بکنګ اجازه وركولې شي ۔ ده ووئېل د پرائیویټ حج ټور آپریټرز د تېر كال حج نه محرومو پاتي د 21 زره 500 كسانو د بکنګ باور راكړے د كومې نه پس چې دوي ته د جنرل بکنګ اجازه وركړې شوې ۔ ده ووئېل دا خبره سمه ده چې د پرائیویټ حج سکیم بکنګ د سستوالي ښكار دے او تر 6 اکتوبر 33 زره 600 كسانو بکنګ شوے دے ، د پرائیویټ حج سکیم تر مخه د 60 زره كسانو بکنګ پکار دے، دغسې وزارت د پرائیویټ حج سکیم بکنګ سستوالي په اړه يوه چيټۍ هم لېكلې وه ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *