پتراجايا  (مانند نیوز ) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملاېشيا وزيراعظم دفتر ته په راتللو تود هر كلے وكړے شو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملائشيا وزيراعظم دفتر (پردانا پترا) ته په راتګ په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه۔ د ملاېئيا وزيراعظم انور ابراهيم د وزيراعظم محمد شهباز شريف تود هر كلے وكړو۔ وزيراعظم ته د ملائشيا د وسله والو ځواكونو يوې چتك ډلې سلامي وركړه او وزيراعظم د ګارډ آف آنرز معائنه وكړه ۔ دغسې د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږولې شول او د ملائشيا وزيراعظم د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خپلې كابينې غړي معرفي كړل او وزيراعظم د ملائشيا وزيرانو او نورو چارواكو سره ستړي مشي وكړل او وزيراعظم شهباز شريف د خپل پلاوي غړي هم د كوربه وزيراعظم سره معارفي كړل ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د وزيراعظم انور ابراهيم د كتاب ٬٬ اسكرپټ٬٬ د اردو ژباړنې مخ كتنې دستوره كښې ګډون كوي۔ دواړه لارښود به د ملائشيا او پاكستان تر مينځه بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په لوظ نامو او مفاهمتي يادښتونو لاس ليك كولو دستوره كښې ګډون كوي۔ دغې نه وروستو به د پاكستان وزيراعظم او د ملائشيا وزيراعظم پرېس سټسټمنټ وركوي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *