لاهور  (مانند نیوز) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي چې پاكستان د پرمختګ پلو روانولو له پاليسو كښې تسلسل او په اصلاحات كښې مستقل مزاجۍ سره عمل درآمد ته اړتيا ده،كه مونږ كم نه كم تر لسو كلونو د پاليسو تسلسل برقرار وساتو او تعليم كودې ته پام لرنه وكړو نو پاكستان د نړۍ په پرمختلليو قامونو كښې شامليدلے شي،وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ”اړان پاكستان” ويژن ترمخه هېواد د روښانه سباؤن پلو بوتللو هڅي كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ځائې هوټل كښې ”ګلوبل ايجوكيشن كانفرنس او انټرنېشنل اسكول ايوارډز” دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د هېواد نوموړي تعليم پوهان ، تعليمي ادارو مشران او بېلو تعليمي تنظيمونو نمائندګانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل نن په ټوله نړۍ كښې د استاذانو نړيواله ورځ لمانځلے كيږي،چې مقصد ئې د استاذانو عظيم كردار، تعليمي نظام كښې همغږي او تدريسي معيار اهميت رامخې ته كول دي،چرته چې استاذان خپله پيشه وره ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي،هغه ټولني په ټولو طبقتو لازم دې چې د استاذانو عزت او تكريم كښې څه ډول كمې ونه كړي ځكه چې استاذان هغه هستي وي كوم چې د قومونو د سباؤن بنياد جوړوي۔ده ووئيل د قومونو تعمير او ترقي حقيقي رلاره تعليم سره تيريږي او تعليم د غريبۍ ختمولو، روزګار موقعو وركولو او سماجي استحكام بنياد وركوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *