پينډۍ (مانند نیوز) اكره او سواد ډيم وچيدو سره ګوادر او جيواني د اوبو كمې سره مخ شوې، شادي كور ډيم پائپ لائن څخه د اوبو غلا او ګوادر ډي سيلينيشن پلانټ غير فعاليدو سره بحران نور هم زيات شوې۔د آئي اېس پي آر پريس ريليز له مخې صورت حال ترمخه په 29 ستمبر ګوادر كښې د پاك پوځ او ضلعي انتظاميې هنګامي غونډه وشوه چې پكښې د ګوادر لپاره د ورځې 24 لكهه ګيلنه او جيواني لپاره د ورځې 5 لكهه ګيلنه اوبو هدف مقرر شوې،دې نه ځانله شادي كور پائپ لائن څخه بهاؤ كښې اضافه او ګوادر ډي سيلينيشن پلانټ بحالولو پريكړه شوي۔د بلوچستان وزيراعليٰ ميراني ډيم څخه د اوبو باؤزر د لارې منتقل كولو هم منظوري وركړې۔شادي كور پائپ لائن اوس د ورځې 12 لكهه ګيلنه اوبه وركوي،ډي سيلينيشن پلانټ ههم په جزوي توګه بحال شوے او سن سټار كوهانو لپاره پائپ لائن كار بشپړيدونكې دے دغسې ميراني ډيم څخه 7 واټر باؤزر آمد ډير زر متوقع دے۔پاك پوځ او ضلعي انتظاميې دا اقدامات به د اوبو كم نه كم ضروريات پورا كړي،سيمه كښې به ډير زر د اوبو په بحران قابو وموندلې شي،موسمياتي بدلون له امله دې ډول پېښو كښې د اضافې اندېښنه وي۔د اوبو پوهانو له مخې د اوبو د ضياع دې مخنيوې وشي او نور بندونه دې جوړ كړې شي،د ګوادر او جيوني اولس د پاك پوځ او سول انتظاميې د اوبو په بحران حل كولو مننه وكړه۔ ليکنه چليدنه پوليس اهلكارو لخوا په پرېس كلب كښې د تشدد په ضد د قامي اسمبلۍ پرېس ګيلرۍ څخه خبريالانو واك آؤټ٬ د حكومتي پلاوي په باور واك آٶټ ختم امن، تعليم او پاليسو تسلسل سره د هېواد پرمختګ ممكن دے۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال