اسلام آباد  (مانند نیوز) پارلمانی رپورټرز ایسوسی ایشن د پولیس اهلكارو لخوا په پریس كلب كښې داخلېدو سره د تشدد كولو د پیښې په ضد د جمعې په ورځ د قامی اسمبلی پریس ګیلری څخه واك آٶټ كړې٬ د دې نه پس د حكومتي پلاوي لخوا په باور وركولو دوي واك آٶټ ختم كړو۔ د قامی اسمبلی سپیكر امر وفاقی وزیر رانا مبشر اقبال، د قانون وانصاف وزیر مملكت عقیل ملك، وزیر مملكت بلال اظهر كیانی پرېس لاؤنج كښې خبريالانو سره ملاقات وكړو۔ پارلیمانی رپورټرز ایسوسی ایشن عهدیدارانو حكومتی پلاوي سره په خبرو كښې په دې پېښه د تشويش څرګندونه كړې۔ د داخله چارو وزیر مملكت طلال چوهدری د قامی اسمبلی پریس لاؤنج كښې دوي سره مذاكرات وكړل۔ طلال چوهدری خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د دې پیښې غننه كوو او تاسو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو۔ده ووئيل چې د وفاقي وزير په امر مونږ نېشنل پرېس كلب ته ورسېدو او د صورتحال جاج مو واخست چې څه شوي د افسوس وړ دي٬ مونږ ته چې نېشنل پرېس كلب چې كومې مطالبه وړاندې كړې دي په ھغې به عمل كيږي۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير په دې معامله كښې په رابطه كښې ٶ٬ وزيراعظم شهباز شريف ته هم په دې معامله بشپړه بريفنګ وركړې شوې٬ تاسو زمونږ برخه يې٬ نوې منتخب صدر اېم بي سومرو ووئيل چې د نېشنل پرېس كلب په مطالبو د عمل نه كېدو په صورت كښې به بشپړه بائيكاټ كوو۔ د دې نه پس د حكومتي پلاوي په باور خبريالانو واك آؤټ ختم كړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *