اسلام آباد  (مانند نیوز) د سندھ په بدين او ټھټه ضلعو كښې د پوليو وائرس د دوو نوو کيسز تصديق شوے دے او د دې نه پس سږ كال د پوليو كېسونو مجموعي شمېره 29 ته رسېدلې ده ۔ د نېشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر (اېن اي او سي) لخوا د جاري تفصيلات له مخې ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي قامي كمپائن به د 13 نه تر 19 اكتوبر كښې پېل كولې شي۔ د اېن اي او سي چارواكو ووئيل د كمپائن په مهال به 4 كروړه 50 لكه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي٬ سنټر مور پلار ته غږ كړے چې د كمپائن په مهال خپلو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركول باوري كړي ، د دې نه علاوه د ماشومانو د حفاظتي ټېكو كورس هم په وخت مكمل كړي ځكه چې د پوليو خاتمه زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *