دبئي  (مانند نیوز) ايشياﺀ كپ فائنل ميچ به سبا د اتوار په ورځ د پاكستان او هند ترمينځه دبئي انټرنېشنل كركټ اسټيډيم كښې كيږي۔ روايتي حريفانو ترمينځه دا ميچ به د ځائې وخت له مخې ماښام 7 نيمي بجے پېل كيږي۔د پاكستان ډلي مشري به سلمان علي آغا كوي او هغه سره نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، شاهين شاه آفريدي، حارث رؤف، ابرار احمد، محمد نواز په شان صلاحيت لرونكي لبغاړي شامل دي۔د هند ډلي مشري به سوريا كمار ياديو كوي،هغه سره نورو لوبغاړو كښې شبمن ګل، جسپريت بمراه، هارديك پانډيا، ابھيشيك شرما او كلديپ ياديو په شان تجربه لرونكي لوبغاړي شامل دي۔د كركټ پوهانو له مخې پاكستان له به د ټائټل په خپل نوم كولو لپاره د غير معمولي كاركردګۍ څرګندونه كول وي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *