اسلام آباد  (مانند نیوز) صدرِ مملکت آصف علی زرداری په کوئټه كښې د فتنه الخوارج ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د فتنه الخوارج او هند په ایجنډا كار كونكې عناصر د پاکستان امن و استحکام ته زيان نه شي رسولې۔د نهې په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت امنيتي ځواكونو ته پھ وخت او كوټلې کارروائی كولو پيرزوئنې وړاندې كړې دي او د ژوبل اېف سی ځوانانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ده ووئيل د هند په ايجنډا كار كونكو عناصرو ناوړه عزائم به ناكامه كولې شي۔ صدرِ مملکت ووئيل نړيواله او سيمه ايزه منظرنامه د پاکستان مخالف ریاستونو او د هغوې د پراکسیز په ضد بدليږي ځكه هغوې د مایوسۍ او بوکھلاهټ ښکار دي۔ آصف علی زرداری د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان،اولس او امنيتي ځواكونه به شاءالّله غالب كيږي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *