اسلام آباد (مانند نیوز) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي لارښوونه نېشنل ډیزاسټرمېنجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپرېش روان ساتلے دے۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې اېن ډي اېم اے د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو لپاره نور د مرستې سامان روان كړے دے۔ په اسلام آباد كښی د اېن ي اېم اے ويئرهاؤس څخه د مرستې دا سامان پنجاب ته روان كړے شو۔ نن د شورو په ورځ په 20 ټرکونو مشتمله د مرستې سامان قافله روانه كړې شوه ۔ دا سامان به پي ډي اېم اے (پنجاب) ته سپارلې شي۔ په سامان كښې هیټرز،فولډنګ بېډز /كمبلې او توشكونه شامل دي۔ دې څخه وړاندې د روانې مياشتې په 9 مه نېټه په 10 ټركونو مشتمله د مرستې سامان قافله هم روانه كړې شوې وه۔ تر دې دمه پنجاب ته سپارلےې شوي 1660 ټنه د مرستې سامان كښې كمبلې ٬ خېمې ٬ مچھر دانۍ ٬ د اوبو فلټرېشن پلانټ ٬ توشكونه ٬ فولډنګ بېډز ٬ د اوبو كېن او 17 كشتۍ شاملې دي۔ اېن ډي اېم اے ټولو اړوندو سول او عسكري ادارو سره په تماس كښې ده۔ اېن ډي اېم اے د ټولو اړوندو ادارو لخوا د مرستې كارروائيو بشپړه نګراني كوي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *