نيويارك  (اے پي پي) په امريكا كښې د ښي لاس ځوان كاركن او د صدر ډونلډ ټرمپ نزدې ملګرے چارلي كرك په يوټا ويلي پوهنتون كښې په يو اولسي دستوره كښې وېشتلے شوے دے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د دې پیښې نه پس صدر ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل ميډيا پلېټ فارم “دي تروته ” وليكل چې عظيم بلكې افسانوي چارلي كرم اوس په دې دنيا كښې پاتي نه شو ۔ په امريكا كښې د ځوانانو په زړه څوك هم د چارلي نه ښه نه پوهېږي ۔ هغه ووئېل هغه د ټولو خوښ او د ستائنې وړ ؤ ٬ په خاص توګه زما لپاره ٬ او اوس هغه زمونږ ترمينځه پاتي نه شو۔ د ميلانا او زما خواخوږي د هغه د ښكلې مېرمن ايريكا او د هغه كورنۍ سره ده۔ چارلي مونږ ستا سره مينه لرو۔ د دې نه وړاندې د ډزو د پیښې نه سمدستي وروستو د امرېكې صدر خپل غبرګون كښې وئېلې وو مونږ ټولو له د چارلي كرك لپاره دعا كول غواړي څوك چې په ګولۍ ويشتلے شوے دے۔ هغه يو ښه انسان ؤ ۔ د يوټا ويلې پوهنتون د پوليس وياندې كرسټين نيلسن تصديق كړے چې د ډزو پیښه رامخې ته شوې ده او وګرو ته په خوندي ځايونو د پاتي كېدو وئېلې شوي دي۔ د پوهنتون د اړخه جاري خبرداري كښې وئېلې شوي دي برے يد كونكے نيولے شوے او پلټنې روانې دي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *