اسلام آباد ( مانند نیوز )د ستمبر1965 جنګ په 9 مه ورځ پاک پوځ هند ته په 3 ډګرونو نه هېروېدونكې ماتې وركړې وه ۔ د تفصیلات تر مخه د پاکستان پوځ نارووال سره نزدې د جسر پُل دفاع کولو سره د هند پوځ ته سخت زيان ورسولو چې پكښې لیفټیننټ کلیم محمود په نره جنګ كولو سره د شهادت مرتبه تر لاسه كړه ۔ د هند انجینئرز ډلې ته پاک پوځ د سونا مرګ په مغربي مقام بريد كښې لوي زيان ورسولو ۔ د هند پټھان کوټ او جودھ پور هوائي مېدانونه د پاکستاني پوځ د لاسو مکمل تباہ کړے شول ۔ د پاکستانو بازانو د لاسه 28 هندي الوتكې په هوا كښې 2 اینټي ائیر کرافټ ګن څخه، 36 په زمكه ولاړې او د دې نه علاوہ 15 الوتكې په کلائي کونډا ائیر بیس تباہ كړې شوې ۔ هند په ټولو ډګرونو د ماتې سره مخ ؤ ، د هند پوځ په شا تللو مجبور ؤ ۔د ستمبر1965 په جنګ كښې د پاک پوځ ځوانانو د همت او مړانې نوې داستانونه رقم کړې وو ۔ ليکنه چليدنه د ميرمنو او انجونو د تعليم د لارې اختيارمندۍ ته به خاص پاملرنه كول وي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع پيغام اين ډي ايم اے سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپريشن روان ساتلے٬ د پنجاب سيلاب ځپليو سيمو لپاره د مرستې نور سامان روان كړے شو