اسلام آباد (مانند نیوز) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د ميرمنو او انجونو د تعليم د لارې اختيارمندۍ د خصوصي پاملرنې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي كوم هم قام تر هغه وخت خپل حقيقي صلاحيت نشي ترلاسه كولې تر كومې چې د هغې نيمه آبادي د پرمختګ په عمل كښې هغوي سره يو برابر ولاړه نه وي٬ حكومت د خواندګۍ د ودې كلك عزم لري او د مضبوطو اولسي پالېسيو ٬ معياري تعليم كښې د سرمايه كارۍ ٬ په ډيجيټلائزېشن كښې جدت او د كميونټۍ د شموليت د لارې دې مقصد پلو روان دے۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د خواندګۍ نړيوالې ورځې په موقع زه ټول اولس ته غږ كوم چې هغوي دې عظيم مقصد سره د خپل تړون پخلے وكړي او يو داسې پاكستان جوړ كړي چرته چې خواندګي عامه وي ٬ تعليم د ټولو لپاره وي او علم ته بر لاسے ترلاسه وي۔ صدرِ مملکت ووئيل زه په پاكستان او ګرده نړۍ كښې داسې وګړو ته د زړه له كومي مباركي وركوم كوم چې د يوې داسې نړيوالې ټولنې جوړولو هڅې كوي چرته چې د علم او زده كړې موقعې ټولو لپاره يو برابر وي ۔ صدرِ آصف علی زرداري ووئيل خواندګي د ذاتي ترقۍ او سماجي ارتقاﺀ بنياد هم دے كوم چې وګړي معيشت ٬ كلتور او جمهوريت كښې د بشپړ ګډون جوګه كوي۔ ده ووئيل خواندګي د پاكستان لپاره د قامي تعمير بنياد دے ٬ دا په بې وزلۍ كښې كمے ٬ جدت ته ودې وركولو ٬ د جمهوريت استحكام او تلپاتي پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري۔ صدر مملكت ووئيل يو لوستے قام مضبوط قام وي كوم چې د خپل فهم ٬ فراست ٬ دانش او صلاحيتونو د لارې د خپلو مسئلو مبارزه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به مېرمنې او انجونې د تعليم د لارې اختيارمندې جوړولو پلو خصوصي پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل كوم هم قام تر هغه وخت خپل حقيقي صلاحيت نشي ترلاسه كولې تر كومې چې د هغې نيمه آبادي د پرمختګ په عمل كښې هغوي سره يو برابر ولاړه نه وي٬ حكومت د خواندګۍ د ودې كلك عزم لري او د مضبوطو اولسي پالېسيو ٬ معياري تعليم كښې د سرمايه كارۍ ٬ په ډيجيټلائزېشن كښې جدت او د كميونټۍ د شموليت د لارې دې مقصد پلو روان دے۔ ده ووئيل پاكستان د رسمي او په غېر رسمي تعليم مضبوطولو سره دا خبره باوري كوي چې هر كوچنے ٬ ځوان او بالغ ته دې د تعليم موقعې وركړې شي۔ صدر مملكت ووئيل دا يوه قامي فريضه ده كومه چې د اجتماعي عزم تقاضا كوي٬ كورنيو كميونټيز ٬ سول سوسائټۍ ٬ ميډيا او د نجي څانګې په شمول مونږ ټولو له به خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع زه ټول اولس ته غږ كوم چې هغوي دې عظيم مقصد سره د خپل تړون پخلے وكړي او يو داسې پاكستان جوړ كړي چرته چې خواندګي عامه وي ٬ تعليم د ټولو لپاره وي او علم ته بر لاسے ترلاسه وي۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې مونږ ټولو له به يوه داسې ټولنه تشكيلول وي كومه چې د بشري وقار احترام وكړي ٬ مېرمنې اختيارمندې كړي او زمونږ د وګړو صلاحيتونه امن ٬ سوكالۍ او پرمختګ لپاره اوكاروي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې مونږ په خپل دې مشن كښې كامياب كړي او پاكستان دې يو روښانه ٬ لوستے او سوكالۍ هېواد جوړ شي۔ ليکنه چليدنه پاکستان د قابض اسرائيلي حکومت لخوا فلسطينيان د دوي زمكې څخه د جبري شړلو د بيانونو په كلكه غندنه كوي د ستمبر1965 جنګ په 9 مه ورځ پاک پوځ هند له په 3 ډګرونو نه هېرېدونكې ماتې وركړه ،د هند 81 الوتكې تباہ کړې شوې