اسلام آباد  (مانند نیوز) پاکستان د قابض اسرائيلي حکومت لخوا فلسطينيان د دوي زمكې څخه د جبري شړلو د بيانونو په كلكه غندنه كولو سره د يو خپلواكه او آزاد فلسطيني رياست جوړولو لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كړے دے۔ د خالي په ورځ د جاري بيان له مخې د خارجه دفتر وياند ووئيل پاکستان د قابض اسرائيلي حکومت لخوا فلسطينيان د جبر د لارې د دوي زمكې څخه د شړلو د بيانونو غندنه كوي٬ دا ډول اقدامات د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه او په منطقه كښې د امن او استحكام هلې ځلې قصداً د سبوتاژ كولو هڅه ده۔ وياند ووئيل چې د فلسطينيانو جبري بې دخلي او د غېر قانوني بستۍ پراختيا د اسرائيل لخوا د بشري حقونو او د نړيوال بشري قوانينو ښكاره لاپرواهي څرګندوي۔ وياند ووئيل نړيواله ورورولي دې د عام وګړو د ستونزو ازالې او اسرائيل په دې اقداماتو ځواب وركوونكې ګرځولو لپاره خپل موثره كردار ولوبوي۔ وياند ووئيل پاکستان د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق لپاره په جائز هلو ځلو كښې د دوي ملګرتيا كوي او يو خپلواكه او آزاد فلسطيني رياست جوړولو لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلې كوي كوم چې د كال 1967 نه وړاندې د پولو په بنياد دے او د دې پايه تخت القدس الشريف وي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *