اسلام آباد  (مانند نیوز) د پاكستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي چې د 6 ستمبر ورځ د فخر،جراءت او كلك عزم علامت دے،1965 كښې پاك پوځ او اولس د لوئ دښمن قوت په وړاندې ودريدلې ؤ۔د دفاع ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل معركه حق كښې اولس د اتحاد او يووالي سره او وسله والو ځواكونو عزم او بهادرۍ سره كاميابي ترلاسه كړي۔نن به مونږ له اتحاد،استقامت او قومی یووالي عهد تازه كول وي۔مونږ ټول يو موټې كيدو سره د قوم لپاره يو روښانه سباؤن باوري كولې شو۔د 1965 شهيدانو لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو۔د دې جنګ شهيدانو او غازیانو ته د عقیدت پيرزوئنې او سلام وړاندې كوو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *