بیجنګ۔(مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف او د اولسي جمهوريه چين وزيراعظم لی چیانګ د پاكستان او چين ترمينځه په مضبوطې او څو اړخيزه تزويراتي مرسته د اډانه همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو د سي پېك په راروان پړاؤ كښې په 5 نوو كورېډوز په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے دے٬ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د سي پېك په دويم پړاؤ كښې د سائنس او ټېکنالوجی، انفارمېشن ټیکنالوجۍ، میډیا او كركيلې په شمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو له د مفاهمت يادښتونه او لوظنامې لاسليك كړې شوې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د چين وزيراعظم لي چيانګ سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښی دواړو لارښودو په پاك چين اړيكو كښې په مثبت پیشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان سيمه ايزې سلامتيا ٬ خپلواكۍ او سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په نه بدلېدونكي ملاتړ د چين مشرتابه او اولس د زړه له كومي مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف او د اولسي جمهوريه چين وزيراعظم لی چیانګ د پاكستان او چين ترمينځه په مضبوطې او څو اړخيزه تزويراتي مرسته د اډانه همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو او د جوائنټ اېکشن پلان۔(2024-2029) لاس ليك كېدل يۍ په دې لړ كښې يو مهم ګام وګرځولو۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د پاكستاني حكومت د اصلاحات ګټورې نتيجې يوازې د چين د بشپړ ملاتړ له امله ممكن شوي دي۔ ده زر تر زره چيني كېپټل ماركيټ ته د پانډا بانډز رسولو پاكستاني عزم څرګندونه هم وكړه۔ د اقتصادي څانګې په اړه وزيراعظم په تېره لسيزه كښې د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د صدر شي جن پنګ د بېلټ اېنډ روډ انېشېټو (بی آر آئی) د يوې مهمې منصوبې چین-پاکستان اقتصادی راهدارۍ مهمه همكاري په ډاګه كړه او د قراقرم هائی وے او رېلوے كښې د لائن-1 بيا ترتيبولو او د ګوادر پورټ زر تر زره فعالولو په حاجت يې زور راوړو۔ دواړه اړخونه د 5 نوو كورېډوز په شمول د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ اپ ګرېډډ؍ فېز 2 لپاره په ګډه كار كولو ته صلاح شول۔ وزیراعظم شهباز شریف د چین وزیراعظم ته په بیجنګ كښې د كېدونكي سرمايه كاري كنفرنس په اړه ووئيل په كوم كښې چې 300 څخه زياتې پاكستانۍ او 500 چينائي كمپنۍ ګډون كوي۔ ده كركيله ٬ كان كني او معدنيات ٬ ټېكسټائل ٬ صنعتي څانګه او آئي ټي دوه اړخيزه ګټې او اقتصادي مرستې له ترجيحې څانګې وګرځولې۔ وزیراعظم شهباز شریف د چينائي صدر شی جن پنګ نړيوال ګورننس انېشی اېټو، ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو، ګلوبل سکیورټی انېشی اېټو او د ګلوبل سولائزېشن انېشی اېټو په شمول ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو لپاره د هغه تاريخي اقدامات له د پاكستان د ملاتړ پخلے وكړو۔ د پلاوي په كچه خبرو څخه وروستو د چين وزيراعظم لخوا د وزيراعظم شهباز شريف په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وركړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دواړه هېوادونه به راروان كال د پاک چین سفارتی اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د سی پېک فېز 2 پرمختګ ، سائنس و ټېکنالوجی ، انفارمېشن ټېکنالوجی ، میډیا او د كركيلې په شمول په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو له په مفاهمتي يادښتونو او لوظنامو د لاس ليك دستوره هم وشوه په كومه كښې چې دواړو وزيراعظمانو ګډون وكړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *