اسلام آباد۔(مانند نیوز) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په كوئټه كښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بي اېن پي) په اولسي غونډه د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ترهګرۍ كارروائيو په نتيجه كښې د بې ګناه وګړو ځاني زيان د افسوس او د نه زغملو وړ دے۔ ده ووئيل دا په حقيقت كښې په پاكستان كښې په سياسي او جمهوري روادارۍ بريد دے بياهم ترهګر عناصر به خپلو ناپاكه عزائمو كښې كله هم كامياب نه شي۔ ده ووئيل د 2 او 3 ستمبر منځومانۍ شپه كښې په ترسره شوي دې ځانمرګې بريد كښې د بي اېن پي د كارمندانو په شمول يو شمېر وګړي په حق رسېدلي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د افسوس وړ دې پېښې په مهال د بلوچستان پخواني وزيراعلی او د بي اېن پي مشر سردار اختر مېنګل قافلې په نخښه كېدو هغه سره د زړه له كومي خواخوږي كولو سره ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې اختر مېنګل او د هغه ملګرو سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده ژوبل شوو لپاره د فوري او غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومت دې د قانون نافذ كوونكو ادارو په مرسته پلټنې باوري كړي دغسې چې په پېښه كښې ككړ كسان قانون سره مخامخ كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن اولس ته اپيل وكړو چې هغوي دې دا دړدېدلې پېښه د سياسي ګټو يا زيان ذريعه جوړه نه كړي بلكې د هېواد سلامتيا او د قانون سرلوړۍ له دې د يووالي څرګندونه وكړي۔ دوهم چيئرمېن سېدال خان هم په دې دړدېدلې پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو او سردار اختر مېنګل سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *