بیجنګ (مانند نیوز) پاکستان او چین تزویراتی همكاري لا مضبوطولو له د خپل شريك عزم پخلي كولو سره د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو اتفاق كړے دے٬ وزیراعظم شهباز شریف وئيلي چې پاكستان د پرمختګ په سفر كښې چين سره په ګډه كار كولو له چمتؤ دے او صدر شي جن پنګ وئيلي دي چې سي پېك په دويم پړاو كښې داخل شوے ٬ چين به د اقتصادي پرمختګ په ټولو څانګو كښې د پاكستان مرسته روانه ساتي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بيجنګ په عظيم عوامي هال كښې د عوامي جمهوريه چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات وكړو۔ د بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو لارښودو په تزویراتی مرسته اډانه همكاري لا مضبوطولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم د اېس سي او سرمشريزې غونډې كاميابۍ سره په كولو او د فسطائیت په جنګ كښې د ځانګړې بريا په 80 مه سالګره صدر شي جن پنګ له مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د چين په كاميابو وياړي او په دې عظيم سفر كښې چين سره په ګډه كار كولو له چمتؤ دے۔ وزیراعظم د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا ٬ خپلواكۍ او سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د نه بدلېدونكي ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د صدر شي جن پنګ بېلټ اېنډ روډ انیشی اېټو (بی آر آئی) د يوې مهمې منصوبې په توګه د سي پېك اهميت وستائلو او ددې لاندې د شامل كړې شوو نوو 5 منصوبو كاميابۍ سره عملي كولو لپاره يۍ چين سره په ګډه كار كولو كښې خوښي تكرار كړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د شي جن پنګ د تاريخي اقداماتو په كومو كښې چې ګلوبل ګورننس انېشی اېټو ، ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو ، ګلوبل سیکیورټی انېشی اېټو او ګلوبل سولائزېشن انېشی اېټو شامل دي بشپړ ملاتړ كوي۔ صدر شی جن پنګ ووئيل چين به د اقتصادي پرمختګ په ټولو څانګو كښې د پاكستان مسته روانه ساتي۔ دواړو لارښودو د پاكستان او چين ترمينځه په ځانګړې اړيكو د اطمينان څرګڼدونه كولو سره په دې خبره اتفاق وكړو چې ددې عكاسي بايد د دوه اړخيزه مرستې زياتېدو د لارې وكړې شي۔ دواړو لارښودو په مهمو سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كولو سره د پاكستان او چين ترمينځه د نزدې تړون په روان ساتلو هم اتفاق وكړو۔ وزیراعظم صدر شی جن پنګ ته د راروان كال پاك چين ملګرتيا 75 مې سالګرې په موقعه د پاكستان د سركاري دورې كولو بلنه هم تكرار كړه۔ ليکنه چليدنه په افغانستان كښې د 6.0 شدت زلزله د سينيټ چيئرمين او ډپټي چيئرمين په كوئټه كښې د بي اين پي اولسي غونډه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه