اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف په تركيه كښې په راغلې زلزله د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په دې سخت وخت كښې د تركيه هر ډول مرسته كولو له چمتؤ دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د تركيه په بالكسر ولايت كښې په زلزله مې زړه خفه شوے دے٬ زمونږ ټولې دعاګانې او خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي او مونږ په دې پېښه كښې د ترك ورونړو خوېندو حفاظت او زر روغتيا له لاس په دعا يوو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ خپل ورور ترك صدر رجب طيب ايردوان سره د زړه له كومي په دې پېښه د افسوس او خواخوږۍ څرګندونه كوو ٬ پاكستان په دې سخت و خت كښې د تركيه هر ډول مرستې كولو له چمتؤ دے۔ ليکنه چليدنه لبنان کښې د وسلو په ډپو كښې چاودنه٬ 6 پوځیان وژل شو د اسرائيل په غزه د قبضې منصوبه يوه انساني الميه ده ٬ فرانس