بیروت (مانند نیوز)د لبنان په جنوب کښې د وسلو یو ډپو معائنه كونكې او په هغې كښې د موجوده سامان تلف كولو په مهال چاودنه وشوه، چې پكښې د لبنان 6 پوځیان وژلې شوي۔ اردو نیوز د لبنان پوځي ذريعو په اړه ووئيل چې پوځیان د حزب الله یو مرکز څخه توكي منتقل كول ، چې چاودنه وشوه۔د اسرائیل او حزب الله تر منځه د جنګ بندۍ نه پس د لبنان ځواکونه د لبنان په جنوب کښې ځائی په ځائی تعينات كيږي او حزب الله غير مسلح او د هغوي انفراسټركچر ختموي۔ دا پېښه هم په دغه پريكړه د عمل درآمد په مهال شوې۔سعودي عربستان د چاودنې ځپليو كورنيو سره غمرازي او اولس سره د يووالي څرګندونه كړي۔ د سعودي خارجه وزارت په یو بیان کښې د لبنان پوځ هڅې ستائلې دي۔ ليکنه چليدنه د بلوچستان پرمختګ او سوكالي او اولسي ښېګړے ته پام لرنه كوو،هلته ځوانانو له تعلیم او روزګار يو ډول موقعو وركولو له چمتو يو۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د وزيراعظم شهباز شريف په تركيه كښې په زلزله د غم دړد او افسوس څرګندونه