پيرس (مانند نیوز) فرانسوي صدر ايمانويل مېكرون د اسرائيل د غزه په حقله تګلاره انساني الميه ګرځولو سره دغه غېر معمولي خطر ناكه ياده كړې ده۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د دې منصوبې په نتيجه كښې به د اسرائبلي بنديوانو او د غزه عامو وګرو ته سخت زيان ورسي۔ هغه د اسرائيل حكومت نه د سمدستي جنګ ختمولو او په مستقل جنګ بندۍ زور راوړو۔ د هغه وېنا وه چې روانه شخړه به د وګړو ستونزې لا زياتې كړي او په منطقه كښې به د امن امكانات كمزوري كړي۔ هغه د ملګرو ملتونو په منظورۍ د يو نړيوال اتحاد د جوړولو وړاندېز هم وركړو٬ كوم چې د ترهه ګړۍ مقابله وكړي او په غزه كښې استحكتام راوستو لپاره كار وكړي۔ هغه د نړيوالې ورورولۍ د مرستې په ضرورت زور راوړو ٬ دغسې چې د انساني او امنيتي بحران اثرات كم كړے شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *