اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په بريد كښې د ژوبل شوي ډي اېس پي رحمين خان په شهادت هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي د شهادت درجه ترلاسه كوؤنكي ډي اېس پي رحمين ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔ ده د شهید ډی اېس پی عظيمې قربانۍ ته سلام كولو سره ووئيل رحمين د قام د سر تاج دے ٬ اتل ډي اېس پي رحمين خان د ځان قرباني وركړه خو د خپل فرض په ادا كولو كښې يۍ كوم كمې ونكړو۔ ده ووئيل د شهید ډی اېس پی رحمین خان په څير اتلان فرزندان د خېبر پښتونخوا پوليس وياړ دي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د مېړنو افسرانو او ځوانانو د ترهګرو په ضد جنګ كښی د ځانګړې قربانيو مثال نه موندلې كيږي۔ محسن نقوی ووئيل مونږ د شهيد ډي اېس پي رحمين خان كورنۍ سره ولاړ يوو او تل به ولاړ پاتې كيږؤ

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *