اسلام آباد (مانند نیوز) آئي ټي وزارت اېچ ای سی، میټا او اېن سی ای اے سی سره په ګډه نېشنل اے آئی فېکلټی اپ اسکلنګ پروګرام پېل كړے دے۔ د زيارت په ورځ د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه په مشرۍ كښې په فېکلټی اے آئی ټرېننګ پروګرام د لوړې كچې يوه غونډه د هائیر ایجوکیشن کمېشن (اېچ ای سی)، میټا او نیشنل کمپیوټنګ ایجوکېشن اېکرېډټېشن کونسل (اېن ای سی اے سی) په مرسته وكړې شوه۔ په غونډه كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد، د اېن سی ای اے سی چیئرمېن، د آئي ټي سينئر افسران ، د پاکستان سافټ ویئر اېکسپورټ بورډ سی ای او او د اېټم کېمپ نمائندګانو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیرې دا اقدام د پبلک-پرائیویټ-اکېډمک همغږۍ يو ماډل وګرځولو چې مقصد يۍ د پاكستان د زده كړو اعلی څانګه ډیجیټل سباؤن لپاره تيارول دي۔ دا پروګرام تګلاره معارفي كوي: په ګرد هېواد كښې 1000 څخه زياتو غېر تکنیکی پوهنتونونو لپاره اے آئی سافټ اسکلز ټرېننګ، او 250 څخه تر 500 تکنیکی فېکلټی لپاره د اے آئی هارډ اسکلز سرټیفکېشن، په كومو كښې چې د میټا LLaMA سندونه شامل دي۔ وفاقي وزيرې د اے آئي ټرېننګ پړاؤنو ٬ په اردو او سيمه ايزو ژبو كښې د موادو د تيارۍ او په منصوعي ذهانت كښې اخلاقیات او سلامتيا سره د اړوندو اصولو د انضمام وړاندېز وركړو۔ د دې پېشرفت نګرانۍ لپاره د مشترکه ډېش بورډز د پېل او د يوې اوږدې مودې د “اے آئی فېکلټی ډېوېلپمنټ فنډ” د جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ دې په دې خبره زور راوړو چې فېکلټی د جنرېټیو اے آئی په علم سنګارول د يو مستقبل شناس ٬ اے آئي شعور لرونكي افرادي قوت تيارولو له زيات مهم دي كوم به چې پاكستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې د فعاله شموليت جوګه كړي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *