اسلام آباد(مانند نیوز) صدر مملکت آصف علی زرداری ویلي دي چې د كشميري شهيدانو ورځې په موقع زه هغو 22 ستر کشمیري شهیدانو ته درناوی وړاندې کوم كومو چې د كال 1931 جولائي مياشتې په 13 مه نېټه د سری نګر زندان مخې ته د ظلم او جبر په ضد او د آزادۍ د حق لپاره خپل ځانونه قربان كړل٬ نن چې کشمیرې ولس کومه ستره مبارزه مخ په وړاندې وړي هغه د همدغه 22 شهیدانو د قربانیو تسلسل دے۔ د ایوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د 13 جولائي كشميري شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې ووئيل د هغوي قربانۍ چې د كشميري قام په زړه كښې د آزادۍ كومه شمع بله كړې ده هغه نن هم روښانه ده۔ صدر مملکت ووئيل چې پاکستان د کشمیري ولس د مړانې، عزم او قربانیو ستاینه کوي، چې له څو لسيزو راهیسې د هندي تسلط په ضد کلک ولاړ دي او د خپلې آزادۍ لپاره يۍ مبارزه جاري ساتلې ده۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې جمو وكشمير يو عسكري زندان جوړ كړې دې چرته چې د عدالت څخه بهر وژنې، جبري ورکونې، سیاسي بندي کول، د نفوس تناسب بدلولو هڅې او د مسلمانانو د هویت د ړنګولو منظم سازشونه روانې دي۔ صدر مملكت ووئیل چې نن ورځ مونږ هغو شهیدانو او ټولو نورو کشمیریانو ته سلام وړاندې کوو چې د آزادۍ لپاره یې خپل ځانونه قربان كړي دي۔ صدر مملكت زیاته کړه چې زه له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو تنظيمونو څخه غوښتنه کوم چې په قبضه شوي کشمیر کښې د هندي دولتي ترهګرۍ او د بشري حقونو جدي سرغړونو ته فوري پام وکړي۔ هغه ووئیل پاکستان به د کشمیري وروڼو سیاسي، اخلاقي او دېپلوماتیکي ملاتړ تر هغه وخته پورې جاري ساتي تر څو هغوی د ملګرو ملتونو د امنیتي كونسل د پرېکړو مطابق د ځان ټاکنې حق ترلاسه نه کړي. ليکنه چليدنه وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان كښې د فتنة الهندوستان د نائيجيريا پخوانے صدر محمد بوهاري د 82 كالو په عمر كښې پحق ورسېد