اسلام آباد  (مانند نیوز)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د سعودي حكومت د پاكستان زرعي څانګه كښې سرمايه كارۍ سره پېداوار زيات شوے٬د سعودي حكومت او كنګ سلمان رېليف مركز د پاكستاني اولس لپاره په مرسته مننه كوو٬سعودي عرب د پاكستان په زرعي پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي٬جديد كرونده٬د اوبه خور نظام او د غذائي تحفظ په وده كښې مرسته كوي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د كنګ سلمان رېليف شيلټر دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د نن دستوره د پاكستان او سعودي عرب تاريخي اړيكو كښې يوه لويه كاميابي ثابت شوې كومه چې د دواړو هېوادونو د انساني همدردۍ او پرمختګ شريك عزم عكاسي كوي۔ده ووئيل د سعودي حكومت او كنګ سلمان انساني مرستې رېليف مركز د پاكستان اولس لپاره په پرله پسې مرسته مننه كوو۔د دستورې په مهال د كنګ سلمان رېليف سنټر د اړخه مستحقينو له د مرستې سامان وركړے شو۔دغسې وفاقي وزير د طبي آفتونو په مهال د كنګ سلمان رېليف سنټر اقدامات وستائېل

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *