اسلام آباد (مانند نیوز) وزیر اعظم شهباز شریف د پاكستان حكومت او اولس لخوا چينائي صدر شي جن پنګ ٬ اولس او په پاكستان كښې مېشته چينائي وګړو له د نوي چينائي كال مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د چين نشاة ثانيه د 21 مې پېړۍ له زياتو مهمو موقعو څخه يوه ده٬ د پاکستان او چین ترمینځ د ملګرتيا تلپاتې تړون پياوړې كېدو پلو روان دے ٬ زمونږ اړيكې اوس په ټولشموله تزويراتي همكارۍ كښې بدلې شوي دي۔ د شورو په ورځ د نوي چينائي كال په موقعه خپل وډيو پېغام كښی وزير اعظم ووئيل زه د پاكستاني حكومت ٬ اولس لخوا صدر شي جن پنګ ٬ چينائي اولس او په پاكستان كښې مېشته چينائي وګړو له د نوې كال د خوشحالۍ په موقع د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل د چين نشاة ثانيه د 21 مې پېړۍ په زياتو مهمو موقعو كښې يوه ده٬ د تېرو 6 لسيزو په مهال د چين د پرمختګ سفر د چينائي مشرتابه او په خاص توګه د چينائي صدر د پوهې او زيركتيا ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د پاکستان او چین ترمینځ د ملګرتيا تلپاتې تړون پياوړې كېدو پلو روان دے ٬ زمونږ اړيكې اوس په ټولشموله تزويراتي همكارۍ كښې بدلې شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د روان نوي چينائي كال علامت “مار” د حكمت علامت دے كوم چې مونږ ته ستونزو څخه د راوتلو قوت او د اجتماعي طاقت درس راكوي٬ مونږ په ګډه نړيوال امن ٬ سوكالۍ او همغږۍ لپاره فعاله همكاري كولې شوو۔ وزيراعظم دعا وكړه چې دا كال دے زمونږ دواړو سترو قامونو له خوش بختي او پرله پسې كاميابۍ راوړي او زمونږ ترمينځه تړون دې لا پياوړے كړي۔ ده ووئيل ګډ سباؤن له پاكستان او چين يو بل سره دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *