اسلام آباد (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان ضلعې په كلاچي سيمه كښې او وزيرستان ضلع كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په بېلو كاميابو كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دې آپريشنز كښې د 10 خوارجي ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ ده ووئېل ټول قام د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے٬مونږ د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ خاتمې لپاره عزم لرو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *