اسلام آباد (مانند نیوز)د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ ملي تراث او كلتور وفاقي وزير عطاء تارړ د اسلام آباد هائي كورټ جرنلسټس اېسوسي اېشن له كومې مقابلې پرته ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير حسېن اے چوهدري له په صدر ٬ بلال شېخ له په سينئر نائب صدر ٬ روف بزمي له په نائب صدر ٬ راجه شهزاد علي له په جنرل سېكرټري ٬ فرح ماه جبين له په خزانچي ٬ عون رضا له په سېكرټري اطلاعات ٬ طاهر نصير له په جوائنټ سېكرټري او عنبرين علي له په جوائنټ سېكرټري فيمېل او دغسې د ګورنر باډي غړو له په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير په دې موقعه ووئيل ستاسو كاميابۍ مونږ ټولو لپاره د وياړ وړ ده۔ ده ووئيل حكومت د رايې په آزادۍ باور لري ۔ اولس ته سم معلومات رسولو كښې د خبريالانو كردار زيات اهميت لري۔ ده ووئيل په صحافت كښی خبريال مهم رول لوبوي٬ د وكيلانو په څير خبريالانو له هم قانون څخه ځان خبرول وي۔ ده هيله ولرله چې نوي ټاكلې شوي عهدېداران به خپلې ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كړي او د صحافت معيار به لوړ كړي۔ ليکنه چليدنه د وزيراعظم شهباز شريف د ريلوے پخواني نظام عصري نظام ته د منتقل كولو ٬ د ريلوے زمكې د نجي څانګې په مرسته كاروباري فعاليتونو له د كارولو هدايت د چين نشاة ثانيه د 21 مې پيړۍ له زياتو مهمو موقعو څخه ده٬ د وزيراعظم شهباز شريف د نوي چينائي كال په موقع د مباركۍ پيغام