اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې تعميراتي عمل په ريكارډ موده كښې په بشپړ كېدو د نهې په ورځ به اېف – 8 انډر پاس ټرېفك لپاره پرانستلے شي۔ د سرینا چوک انټرچېنج پرانسته به په جنورۍ كښې كيږي كوم به چې يوازې په 60 ورځو كښې ترسره شي۔ نوموړي د اېف – 8 اېكسچېنج چوك انټرچېنج او سرينا چوك انټرچېنج پراجېكټس دورې په موقعه خبرې كولې۔ داخله وزير محسن نقوي په انډر پاسز او فلائي اوورز منصوبو د روان كار مشاهده وكړه۔ د سي ډي اے چيئرمېن اے اېم علي رندھاوا او كنټرېكټرز په پراجېكټس د روان پېشرفت په اړه بريفنګ كښې ووئيل په فلائی اوورز او انډر پاس منصوبو په يو وخت كار روان دے۔ ده ووئيل په اېف – 8 كښې جوړ شوې انډر پاس به په 24 دسمبر ټرېفك لپاره پرانستلے شي۔ ده ووئيل د اېف۔ 8 اېکسچېنج چوک انترچېنج انډر پاس يوازې په 42 ورځو كښې بشپړ كولو له شپه او ورځ كار روان دے۔ ده ووئيل د منصوبو په بشپړ كېدو كښې ولاړ كوم هم خنډ به لرے كولے شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي د دواړو منصوبو په وخت ترسره كول به باوري كولې شي۔ ده هدايت وكړو چې په منصوبو د كار په مهال دې د اونو حفاظت باوري كړے شي او د دواړو منصوبو په بېلو برخو دې هر پل كار روان وساتلے شي۔ داخله سېكتر خرم علي آغا هم په دې موقعه موجود ؤ۔ ليکنه چليدنه وزیراعظم محمد شهباز شریف په امنيتي پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه د پاكستان په ضد ناوړه سازشونه به ناكامه كوؤ ٬ د اتومي پروګرام به كومه سودا كولې نه شي ٬ هيله ده چې پي ټي آئي سره مذاكرات كاميابېدو سره به هيواد كښې امن او معاشي استحكام راشي: وزيراعظم شهباز شريف