اسلام آباد (مانند نیوز)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د چائينه اوورسيز پورټ هولډنګ كمپنۍ(كيوپيك)چيئرمېن يوبو ملاقات كړے چې پكښې ګوادر پورټ فعال كولو او تجارتي هلې ځلې زياتولو په اړه په تجاويز د خيالاتو څرګندونه شوې۔د شورو په ورځ وفاقي وزير په دفتر كښې د كېدونكي ملاقات په مهال يوبو په بندر ځاے آپرېشنز زياتولو لپاره تجاويز وړاندې كړل او د ګوادر د لارې د تجارت زياتولو لپاره يې حكومت څخه مرسته وغوښتله۔په دې ځواب كښې جام كمال خان د حكومت د ملاتړ باور وركړو او د ګوادر تجارتي صلاحيت زياتولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *