اسلام آباد(مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ستمبر 1965 جنګ اتل مېجر عزيز بھټي ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې مېجر عزيز بھټي شهيد د وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركړه۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل مېجر عزیز بھټی شهید د زړورتيا او مړانې داستان رقم كړو۔ په مړانه مقابله كولو سره يۍ د دښمن ناپاكه ارادې ناكامه كړې۔ ده ووئيل اولس به د هېواد محافظ مېجر عزيز بھټي شهيد ځانګړې قربانۍ تل يادې ساتي۔ ده ووئيل مېجر عزيز بھټي زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *