اسلام آباد(اے پی پی) الېكشن كمېشن عامو وګړو ته وئيلي دي چې هغوي دې د ټاكنو فهرستونو كښې د خپل ووټ اندراج باوري كولو له د كمېشن لخوا 28 ستمبر څخه تر 25 اكتوبر د ټاكنو فهرستونو غیر منجمند كولو اقدام څخه ګټه پورته كړي۔ د اتوار په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان لمخې تر 25 اكتوبر 2023 ټول اهل وګړي كوم چې شناختي كارډ لري د خپل ووټ اندراج يا دې كښې تصحيح كولې شي۔ وياند ووئيل چې الېکشن کمېشن د روزانه په بنياد د ميډيا د لارې اولس د ووټ اندراج ٬ اخراج او درستګۍ په اړه پرله پسې خبروي او دا لړۍ به تر 25 اكتوبر دوام لري۔ بله دا چې الېكشن كمېشن ټولو 8 لکه څخه زياتو كسانو كومو ته چې د نادرا لخوا شناختي كارډ جاري كړې شوې دې د هغوي ډېټا د اكتوبر 2023 په اولنۍ نېټه نادرا څخه ترلاسه كړې وه او د دې انټري روانه ده۔ د الېكشن كمېشن لمخې په 25 اكتوبر به په ګرد هېواد كښې د ټاكنو فهرستونه منجمد كړے شي او دې څخه وروستو به د ووټ نه اندراج كولې شي او نه به ووټ منتقل كېدې شي۔ ليکنه چليدنه آج کے جدید دور میں بھی لاکھوں بچے بنیادی تعلیم سے محروم آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ کښې ګډون لپاره قومی کرکټ ټيم انډيا ته رسيدلې