ملګري ملتونه (مانند نیوز) پاکستان خبردارې وركړې دې چې د نړيوالو شخړو له امله نړيوال بحري تجارت بايد ستونزو سره مخ نه شي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لوړې كچې مباحثې ته خطاب كښې د پاكستان لنډ مهاله مستقل استازي عثمان جدون په دې خبره زور راوړو چې نړيوالې سمندري لارې دې د نړیوال اقتصاد په پیاوړتیا او پرمختګ کښې خپل رول ته دوام ورکړي۔ په دې تناظر كښې پاكستاني استازي د حوثی ملیشیا لخوا د باب المندب د هتھيار په توګه د كارولو ناوړه هڅو او دې اوبيزې لارې څخه په تېرېدونكو تجارتي بېړو او ددې په عمله د بريدونو غندنه وكړه۔ ده ووئيل دا بريدونه بحري سلامتيا ته زيان رسولو سره سره د سيمه ييزو هېوادونو او په خاص توګه د سعودي عربستان امن او پرمختګ خطر سره مخ كوي۔ ده ووئيل پاكستان د سعودي عربستان د خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا نه بدلېدونكي ملاتړ پخلې كوي او سعودي مشرتابه او اولس سره د بشپره يووالي څرګندونه كوي۔ سفیر عثمان جدون د منطقې ګاونډي هېوادونو خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا لپاره هم د پاكستان د نه بدلېونكي ملاتړ پخلې وكړو كوم چې بحري بحرانونو سره مخ دي۔ سفیر عثمان جدون ووئيل زمونږ وړاندې اصل چېلنج دا دے چې رامخې  ته كېدونكې ټېكنالوجي او مصنوعي ذهانت بحري سلامتيا وده وركولو لپاره څنګه وكارولې شي او ددې د ناوړه كارول كېدو امكاناتو مخنيوې څنګه وكړې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *