استنبول ۔24اکتوبر  (مانند میڈیا)د ترکیې، پاکستان ٬ سعودي عربستان او مصر (آر 4) خارجه وزيرانو سره د فرانس ٬ المان ، اټاليا او برتانیې خارجه وزيرانو په استنبول كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع سيمه او دې څخه بهر امن او استحكام ته وده وركولو او د امنيتي اقتصادي او تجارتي اغېزو مبارزې له په سفارتي هڅو كښې برخه اخستلو ته د دوام وركولو عزم څرګندولو سره  د خبرو اترو ٬ سفارتكارۍ او تاؤ تريخوالي كمولو د لارې په سيمه ايزو شخړو د قابو موندلو په حاجت اتفاق وكړې شو۔ خارجه وزيرانو د سيمه ييز او نړيوال اهميت په بېلو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه په كومو كښې چې امریکا واسرائیل-ایران شخړه ، اسرائیل-فلسطین شخړه او د دوه رياستي حل ضرورت ،  د سعودی عربستان او يمن په ضد د حوثي مليشيا بريدونه ، د نېویګېشن حفاظت او آزادی، آبنائے هرمز او باب المندب كښې مخ په زياتېدونكې تاؤ تريخوالې او بحیرہ اسود شامل دې۔ دوئي د ملاقات په مهال سيمه او دې څخه بهر امن او استحكام ته وده وركولو او د امنيتي اقتصادي او تجارتي اغېزو مبارزې له په سفارتي هڅو كښې برخه اخستلو ته د دوام وركولو عزم څرګندونه او د خبرو اترو ٬ سفارتكارۍ او تاؤ تريخوالي كمولو د لارې په سيمه ايزو شخړو د قابو موندلو په حاجت اتفاق وكړو۔ د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې دوئي د شخړو د تلپاتي مذاكراتي حل لټولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه وزيرانو په سيمه كښې د شخړو مخنيوي او سوله او استحكام مخ په وړاندې بوتللو له د خبرو اترو په روانو ساتلو اتفاق هم وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *