كوئټه 27 اكتوبر (مانند نیوز) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي 27 اكتوبر د كشميريانو لپاره توره ورځ ده۔ده د توري ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ووئيل په دې ورځ د هند پوځ كشمير ته داخليدو سره د غير قانوني قبضې بنياد اېښودے ؤ ۔د پاكستان اولس او په خاص توګه د بلوچستان اولس او حكومت د كشميريانو سره ولاړ دے اور د هغوي د خپلواكۍ حق مرسته كوي۔ده ووئيل پاكستان كشميريان خپل وروڼه او كشمير خپل شه رګ ګڼي۔د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې منصفانه هوارے او كشميريانو له د خپل سباؤن د پريكړې كولو حق وركولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير كښې د هندي عسكرو د لاسه د بشري حقونو خلاف ورزو، د بے ګناه وګړو وژل او په ميرمنو ظلمونه د تشويش وړ دي۔ده ووئيل په كشمير كښې د هندي عسكرو په زيات شمير موجودګي د دې خبري عكاسي كوي چې كشميريانو د آزادي او خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره خپلي هلي ځلي رواني ساتلې دي ليکنه چليدنه سري لنكا كښې د خراب موسم له امله د ټولو سكولونو بندولو اعلان