اسلام آباد 28 اکتوبر (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د هاٶسنګ او تعميرات وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده وليدل او دوي ئې د هاٶسنګ د روانو سيكمونو د پېشرفت په اړه خبر كړل ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د هاؤسنګ اينډ ورکس وزارت په چارو اوپه پرمختيائي منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د استوګنې منصوبې دې په سپېځلتيا سره په ټاكلې موده كښې بشپړې كړي او اعليٰ معيار دې باوري كړے شي ليکنه چليدنه د امريكائي پوځ په ختيز بحرالكاهل كښې په بېړۍ بريد ٬ 5 كسان ووژل شول