كولمبو۔ 27 اكتوبر (مانند نیوز) سري لنكا د خرابو موسمي حالاتو تر مخه  د زده كوونكو انجونو او هلكانو حفاظت  لپاره د نهې په ورځ په ګرد هېواد كښې د ټولو سكولونو  بندولو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخې  د سري لنكا د تعليم وزارت وئېلي دي دا پرېكړه  د اوسنو موسمي حالاتو تر مخه  د احتياطي تدابېر په توګه شوې ده  ٬ دا ځكه چې  د زده كوونكو او د سكول د عملې حفاظت باوري كړے شي ۔  د وزارت تر مخه  جنرل سرټيفېكېټ آف ايجوكېن (او ليول) په آزمونو كښې د آرټس مضامين  عملي امتحانات به د ټاكلي شېډول  تر مخه كېږي۔  راپور كښې وئېلې شوي  دي سري لنكا كښې د څو ورځو نه سخت بارانونه روان دي او په ګڼو سيمو كښې  د سېلاب او لېنډ سلائېنډنګ  په اړه خبردارے جاري كړے شوے دے ۔  خليج بنګال كښې سمندري طوفان “ارناب” هم د هېواد موسم متاثره كوي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *