واشنګټن۔ 28 اكتوبر (مانند نیوز) د امرېكې پوځ وئېلي دي په ختيز بحر الكاهل كښې د نشه اي توكو د قاچاق په شك يوه بېړۍ په نخښه كړې شوه د كومې په نتيجه كښې 5 كسان ووژل شول۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې سدرن كمانډ په سوشل مېډيا پېلټ فارم ايكس جاري بيان كښې ووئېل په ختيز بحراكاهل كښې د نشه اي توكو د قاچاق په معلومو لارو يو تند رفتاره بېړۍ باندې سخت بريد وكړے شو ۔ د امرېك پوځ ادعا كړې ده چې د مصدقه استخباراتي معلومات تر مخه بېړۍ د نشه اي توكو په قاچاق كښې كړه وه٬ خو په دې اړه لا نور تفصيلات نه دي وركړې شوي۔ دغسې د امرېكې چارواكو دا وژلي شوي 5 كسان د نشه اي توكو ترهه ګر وګرځول۔ د صدر ډونلډ ټرمپ د انتظاميه وېنا ده چې د ستمبر 2025 نه تر اوسه چې كومې بېړۍ په نخښه كړې شوي هغوي په قاچاق كښې ككړې وې۔ د راپور تر مخه په بحيره كېرېبېن او ختيز بحرالكاهل كښې د داسې كاراوئيو په مهال د 230 نه زيات كسان وژلې شوي دي۔ بل پلو د بشري حقونو تنظيمونو هيومن رائټس واچ٬ ايمنسټي انټر نېشنل او د ملګرو ملتونو خپلواكه پوهانو دا بريدونه غېر قانوني او مرګونه ماورائے عدالت ګرځولي دي۔ ليکنه چليدنه 27 اكتوبر د كشميريانو لپاره توره ورځ ده ۔ د بلوچستان وزيراعلیٰ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده وليدل