اسلام آباد۔(مانند نیوز)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ويلي دي پاکستان په 23 ستمبر 2026 د افغان خاورې څخه د پاکستان لوري ته د ډرون الوتکو راپرېښودلو په شكل كښې د ناقانونه او قصدي مداخلې په کلکو ټکو غندنه کوي۔ دا ګام د پاکستان د ملي حاکمیت او ځمکيزې بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده او د جارحيت یو جدي او د نه منلو وړ عمل دے۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل بيان كښی وفاقي وزير ووئيل پاکستان له کلونو راهسې د افغان طالبانو حکومت او د هغوی د همكارو په وړاندې په افغان خاوره د ترهګرو د پټنځایونو او د هغوی د ملاتړو شبکو د پرله پسې شتون په اړه سختې اندېښنې څرګندنې كړې دي۔ د دغې شبکو د ختمولو او د پاکستان په ضد د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې کاروونکو خلاف د باوري او د تائید وړ ګامونو پورته کولو په ځائے، د افغان طالبانو حکومت د پاکستان په ضد د ډرون عملیاتو د لارې د وضعیت د لا خرابولو لاره غوره کړه۔ ده ووئیل د پاکستان هوايي دفاعي نظام ټولې ډرون الوتکې خپلو ټاکلو هدفونو ته له رسېدو وړاندې غېر مؤثر كړي چې له امله یې پلان شوے برید په بشپړه ډول ناکامه کړے شو۔ پاکستان د خپل حاکمیت د دفاع حق كارولو سره په افغانستان کښې د دغو ډرون الوتکو د توغولو او زېرمه کولو لپاره په کارېدونکو 10 ځايونه فضائي او ډرون بريدونه كړي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان څخه غوښته كوي چې هغه د پاكستان خلاف ټول ناوړه فعاليتونه سمدستي بند كړي او افغان خاورې څخه د كارروايۍ كوونكو ترهګر عناصرو خلاف كوټلې او پرله پسې كارروايۍ كولو سره خپلې نړيوالې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلې خپلواكۍ او د وګړو د ژوند دفاع په بشپړ عزم سره كوي او د دې تحفظ له به ټول ضروري ګامونه پورته كوي۔ د افغان طالبانو لخوا د كوم پارونكي اقدام به مضبوط او پرېكنده ځواب وركولې شي۔ ليکنه چليدنه د ملګرو ملتونو نوي سېكرټري جنرل ټاكنې په اړه به د سلامتي كونسل د 5 مستقل غړو تر مينځه زر مشاورت وكړے شي