اسلام آباد (مانند نیوز) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د مصر خارجه وزير ډاكټر عبدالاطي سره په ټېلې فون تماس ونيولو چې پكښې د شريكو نزدې اړيكو لا زياتولو له د خپل عزم پخلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو تر مينځه د نزدې او ورورولۍ اړيكو مخ په وړاندې بوتللو له يې د خپل لوظ پخلے وكړو۔ دوي په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د نزدې مشاورت په ضرورت خبرې وكړې چې پكښې د سعودي عرب او تركيه سره د سيمه ايزو څلورو هېوادونو خارجه وزيرانو (آرفور ) د لارې مشاورت هم شامل دے۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو د راروانې جنرل اسمبلۍ په مهال نيويارك كښې ملاقات كولو ته هم اتفاق وكړو۔ ليکنه چليدنه د سعودي بحريه مشر د بنګله دېش خپل هم منصب سره ملاقات ٬ په عسكري مرسته د خيالاتو څرګندونه د آبنائے هرمز صورتحال كښې په تاو تريخوالي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د اندېښنې څرګندونه وكړه