اسلام آباد (مانند نیوز) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د روسيه سفير البرټ خوروف د نهې په ورځ ليدلي۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم د پاکستان او روسيه په شريكو اړيكو كښې د مثبت پېشرفت ستائنه كولو سره په اهمو څانګو كښې په پرله پسې مرسته او د اعليٰ كچ روابط د تسلسل په اهميت زور رواړو دغسې چې پاك-روسيه اړيكې لا مضبوطې كړې شي۔ په ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې پاکستان مستقل دريځ لري چې د اختلافاتو هواري او سيمه ايز امن او استحكام ودې لپاره خبرې اترې او سفارت کاري د وړاندې تګ يوازنۍ لاره ده۔ ليکنه چليدنه د کورنیو چارو وفاقی وزير په مشرۍ كښې غونډه٬ ذيلي ادارو لپاره دوه كلنه ټرانسفارميشن پلان وغوښتلے شو د چین صدر د انډونېزيا خپل هم منصب سره د زلزلې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه