اسلام آباد (مانند نیوز) د کورنیو چارو  وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د وزارت د ذيلي ادارو د مشرانو غونډه شوې چې پكښې د ادارو د كاركردګي ښه كولو٬ ړ شريكو رابطو مضبوطولو او د نوو  تقاضو سره د سمون لرونکو اصلاحاتو نفاذ لپاره په پلان د پېشرفت جاج واخستلے شو٬په دی مهال د ادارو مشرانو ته سپارښتنه  وشوه چې ھغوي د خپلو اړوند ادارو دوه كلنه جامع ټرانسفارميشن پلان وړاندې كړې۔ په غونده كښې وزير مملکت طلال چوهدري، داخله سيکرټري، د نادرا چيئرمېن، د ايف آئي اے ډي جي ، د اے اين ايف ډي جي ، نيشنل کوآرډينيټر نيکټا او د نورو ادارو لوړ پورو ګډون كولو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ټولو ادارو ته شريكې رابطې او کوآرډينيشن د لا مضبوطولو امر وكړو۔ ده ووئيل چې د داخله وزارت كار نورو وزارتونو څخه مختلف او د غېر معمولي نوعيت دے دې لپاره هره ذيلي اداره مثالي او اولس دوست جوړول زمونږ هدف دے۔ داخله وزير په دې خبره زور راوړو چې بايد ادارې خپلواله او بااختياره كړې شي٬ دوي له به خپلې پرېكړې پخپله كول وي او هره معامله وزارت ته لېږلو ته ضرورت نشته۔ ده ووئيل چې كوم ځائ ضرورت وي په قوانينو كښې بدلون او د اصلاحاتو تجويزونه دې په سمدستي توګه وړاندې كړې شي۔ اولس ته بهترين سهولتونه وركول او په امنيتي چارو خبره كولو سره محسن نقوي ووئيل د ټولو ادارو مشران دې ډيټا او د سائبر سکيورټي په حواله موثره او جامع اقدامات باوري كړي۔ده ووئيل د لينډ پورټ اتھارټۍ پشمول د نوې جوړې كړې شوې ادارو بشپړه مرسته كولو باور وركولو سره ده ووئيل چې ټولو ادارو ته ضروري وسائل به وركولې شي۔ ده واضح كړه چې تېر او په سږني كال د حج اپرېشن په مهال د قاچاق يو كېس هم نه دې رپورټ شوې كوم چې زمونږ د ادارو د كاركردګۍ بهترين او واضح ثبوت دے۔ په غونده كښې د فيډرل کانسټيبلري آئي جي ، د اين سي سي آئي اے ډي جي ، د لينډ پورټ اتھارټي ايم ډي ، پاسپورټ اينډ اميګريشن ډي جي، د اسلام آباد چيف کمشنر و آئي جي پوليس، د سوشل ميډيا ريګوليټري اتھارټۍ چيئرمين او فيډرل پراسيکيوټر جنرل هم ګډون كړې

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *