بغداد (مانند نیوز) د عراق شمالي صوبے نينوا كښې سياحتي بس او ټرك خپلو كښې جنګيدلي چې په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او 23 ژوبل شوي۔ شنهوا له مخې د عراق پوليس ليفټيننټ كرنل محمد حميد ووئيل بس د پايه تخت بغداد څخه سېلګري د صوبې نينوا سرښار موصل پلو وړل چې د صوبے جنوبي برخه كښې په مركزي ستره لاره د پېښې سره مخ شو۔ بس د جنګيدو نه پس چپه شوې۔ځائې سكيورټي ذريعو له مخې ژوبل كسانو كښې د ځينو حالت اندېښمن دے او هغوي نزدې روغتونونو ته رسولې شوي۔چارواكو د پېښې اصل وجوهات معلومولو لپاره پلټني پيل كړي۔ځيني ژوبل كسانو ووئيل ډرائيور د ډرائيونګ په مهال اوده شوې ؤ۔ ليکنه چليدنه د پاکستان 79مي آزادۍ ورځ په موقع وفاقي پايه تخت كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21،21 توپو سلامي