رياض۔ (مانند نیوز) د سعودي عرب د توان وزارت وئېلي دي امرېكې د جوهري توان امناكه كارولو لپاره د مرستې په لوظ نامه لاس ليك كړے دے ۔ د اېس پي اے تر مخه بيان كښې وئېلې شوي دي دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو تر مينځه د تاريخي سټرټېجك همكارۍ په فرېم ورك كښې راځي۔ دا پېشرفت تېر كال نومبر كښې د امرېكا دورې په مهال د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه د جوهري توان په اړه د خبرو اترو تر سره كېدو اعلان نه پس رامخې ته شو۔ دا لوظ نامه كومې ته چې د 123 لوظ نامې نامه وركرې شوې د واشنګټن لپاره د كوم بل هېواد سره جوهري مرسته كښې ګدون لپاره ضروري ده۔ په دې د سعودي د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان او د هغه د امرېكې هم منصب لاس ليك كړے دے ۔ د ټرمپ انتظاميه دا (بائېلټرل سېف ګارډ ايګرېمنټ) ګرځولے دے ۔ د سعودي وزارت بيان تر مخه د دې اوظ نامې مقصد د جوهري توان امناكه كارولو په اړه مرسته زياتول دي۔ د پوهې ٬ ټېكنالوجۍ او علم تبادله آسانولو سره د دې لوظ نامې مقصد ايټمي سېفټي ٬ ايټمي سېكورټي او د نه خپرولو لپاره د نړيوال معيارت باوري كولو هڅو كښې برخه اچول هم ده۔ دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو تر مينځه د توان او جديد ټېكنالوجي په څانګو كښې د مرستې زياتولو او تل پاتي پرمخنتګ له د ملاتړ كولو لپاره د دواړو هېوادونو د عزم هم عكاسي كوي۔ ليکنه چليدنه د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د بنګله ديش خارجه وزير خليل الرحمٰن سره وليدل د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائيلي آبادكارو په مسجد اقصې كښې د دراندازۍ غندنه وكړه