اسلام آباد۔ (مانند نیوز ) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ویلي دي د آبادۍ نړیواله ورځ په ځوانانو کښې د سرمايه كارۍ او هغوی ته خپل صلاحيتونه څرګندولو لپاره د فرصتونو برابرولو اهمیت په ډاګه كوي۔ د سږ کال موضوع، “نن او راتلونکي کښې د ځوانانو هیلو او ارمانونو ته حقيقي شكل وركول”، د ځوانانو د ځواکمنولو غوښتنه کوي دغسې چې هغوي د ملي پرمختګ په عمل مؤثر رول ولوبوي. د خالي په ورځ د آبادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاکستان د ځوانانو لویه آبادي يوه ارزښتناکه ملي شتمنه ده۔ د معياري تعليم ٬ د روغتيا آسانيو ٬ د فني مهارتونو ودې او د روزګار مناسب موقعو د لارې ځوانانو د معاشي پرمختګ او سماجي سوكالۍ محرك جوړېدې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن آبادۍ كښې توازن ٬ د ځوانانو استحكام ٬ صنفي مساوات او د پائيدار پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو له د پارلمان د عزم پخلي كولو سره ووئيل د پاكستان د ځوانانو روښانه او سوكاله سباؤن لپاره ټولو اړوندو ادارو ٬ سول سوسائټي او نورو همكارانو له به په ګډه هڅې كول وي۔ ليکنه چليدنه آبادۍ كښې تندۍ سره د زياتوالي چېلنج مخنيوي له به كوټلې تګلاره وضعه كول وي: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پيغام د ايران او امرېكې جنګ ٬ نړيواله منډۍ كښې د خام تېلو بيعې 4 فيصده لوړه شوه