اسلام آباد(مانند نیوز) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ډسکوز نجکارۍ عمل نګراني كوونكې اسټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته د نجكارۍ سلاكار کمېټی د بېچ-اوّل ډسکوز (IESCO، FESCO او GEPCO) نجکارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره نجكاري كمېشن ته هدايت وكړو چې دا عمل دې ټاكلي ټائم لائنز كښې بشپړ كړے شي۔ نائب وزیرِاعظم په دې خبره زور راوړو چې د نجکارۍ مقصد هر څو كه كاركردګي ٬ د خذماتو رسنه او مالياتي پائيداري ښه كولو دي ، بياهم د صارفينو د ګټو تحفظ ٬ شفافيت باوري كولو او جوابدھی په ځاې ساتلو له يو مضبوط رېګولېټري فرېم ورك او مؤثره نګراني ضروري ده۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير ، د نجكارۍ سلاكار ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د پاور ډويژن سېكرټري او د نورو اړوندو او وزارتونو اعلې چارواكو ګډون وكړو۔ ليکنه چليدنه حجاج كرام دې سباؤن كښې انتظامات له ښه كولو له خپل وړاندېزونه وركړي: د سعودي حج وزير د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره د اېچ بي اېل چيئرمېن ملاقات