اسلام آباد  (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د 1973 متفقہ آئین په منظورۍ قامي قیادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د 1973 آئین د قامي يووالي و ادارہ جاتی استحکام بنیاد دے ، د پرمختګ لپاره د دې پاسداري كولو ته اضرورت دے۔ د جاری شوې بيان له مخې د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل 10 اپرېل 1973 د پاکستان د جمهوری تاریخ د لويې كاميابۍ ورځ وه،د قانون حکمراني او جمهوری تسلسل قومی پرمختګ لپاره ضروری دي۔ سردار ایاز صادق ووئيل آئین د ریاستی ادارو د اختیارات او ذمه وارو تعین کوي، پارلیمان د سپېځلتي او مؤثره قانون سازۍ لپاره لوظي دے،قامی اتحاد په آئیني اصولو سره تړلو قوي كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل ځوانان د آئین څخه خبرول د وخت ضرورت دے،سیاسی قوتونه دې قامی ګټې لپاره يو شي او په كډه دې كار وكړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *