د ايران امريکې په جنګ بندۍ وزيراعظم او فيلډ مارشل له مباركي وركوٶ۔ انجينئر اميرمقام
اسلام آباد 08 اپرېل د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د امريكې او ايران په جنګ بندۍ وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصِم منير له د زړه د كومي مباركي وركوٶ۔ د جاري بيان له مخې انجينئر امير مقام ووئيل د پاکستان قيادت د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندي باوري كړې٬ زمونږ ګټوره سفارتكاري په نړيواله …
مزید خبریں
ګورنر فېصل كريم كنډي د پخواني اېم پي اے مقدمل خان د كورودانې٬ د پيپلز پارټۍ د صوابۍ صدر علي خان د مور په مړينه غمرازي څرګنده كړه
د وزيراعليٰ سهيل افريدي په مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ څانګې غونډه
عراق او مصر د امريكې او ايران ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے وكړو
اسلام آباد 08 اپرېل د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د امريكې او ايران په جنګ بندۍ وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصِم منير له د زړه د كومي مباركي وركوٶ۔ د جاري بيان له مخې انجينئر امير مقام ووئيل د پاکستان قيادت د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندي باوري كړې٬ زمونږ ګټوره سفارتكاري په نړيواله كچه موثره ثابت شوې۔ انجينئر امير مقام ووئيل دا جنګ بندي د پاكستان لويه كاميابي ده، وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ په ګرده نړۍ كښې د ميډيا زينت جوړ شوے۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ د ګردې نړۍ په لويو نيوز چينلو او ورځپانو ټاپ سټوري ګرځېدلې او د پاكستان د كردار ستائنه كېږي۔ ده ووئيل په نړيواله ميډيا د پاكستان د وزيراعظم ستائنې روانې دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *