مستحق رنځورانو لپاره د درملني آسانيو وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔وفاقي وزير

لاهور 01 اپريل (اے پي پي) د غريبۍ كمولو وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئيلي دي مستحق رنځورانو له په وخت د درملني آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، د ميو روغتون پشمول نورو روغتونونو كښې د پاکستان بيت المال مخصوص ډيسك جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د لاهور ميو هسپتال كښې د غونډي نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه ووئيل نن په ميو روغتون كښې يم كوم چې د پاكستان لويو روغتونونو كښې شميرلے كيږي، د نن غونډي مقصد د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن له مخې مستحق رنځورانو له سهوليات وركول او په وخت درملني باوري كول دي۔ده ووئيل د وزيراعظم دغه وژن مخ په وړاندې بوتللو سره د هېواد د بېلا بېلو روغتونونو دورې كوو چې پكښې الائيډ روغتون فيصل آباد،نشتر روغتون ملتان،پمز روغتون اسلام آباد،نوري روغتون پشمول نور روغتونونه شامل دي۔ده ووئيل زه ګڼم چې د پاکستان بيت المال،هاسپټلز ايډمنسټريشن او سوشل ويلفيئر سره تړون لرونكو ترمينځه ښه انډرسټينډنګ پكار دے دغسې چې د كوم کميونيکيشن ګيپ په وجه د رنځورانو درملنه متاثر نه شي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

eight + 7 =