اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په پاكستان كښې د امريكې سفيري نټالي بيكر سره مهم ملاقات كړی، چې پكښې ډلو د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستي زياتولو او پاك امريكې اړيكو لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه كړي۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د ملاقات په مهال شريكي مرستي زياتولو او په خاص توه غير قانوني اميګريشن مخنيوي او پري اميګريشن كليئرنس سسټم په ښه ګولو خبري اتري شوي۔ډلو قانون نافذ كونكو ادارو او په خاص توګه پوليس لپاره په مرسته كزياتولو هم اتفاق كړې۔په دې مهال يوه مهمه پريكړه شوي چې د جعلي ويزې هلو ځلو كښې ككړ نيټ وركس په ضد كوټلي اېس او پيز ترمخه شريكي كارروائي به پېل كولې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي د دې خبري پخلے وكړو چې حكومت ايجنټ مافيا او غير قانوني كډه كونكو له سهولت وركونكو په ضد “زيرو ټالرينس پاليسي” خپله كړي۔ده په دې لړ كښې د امريكې د حمايت هركلے وكړو۔محسن نقوي ووئيل زه په ذاتي توګه جعلي ويزا نيټ وركس په ضد د كارروائيوں نګراني كوم۔ده ووئيل د پاكستان پاسپورټ د جديد ټيكنالوجي د لارې فول پروف جوړه شوي۔ غير قانوني اميګريشن يوه لويه مسئله ګرځولو سره ده ووئيل په غير قانوني توګه امريكا ته د رسيدلو هڅه كولو په ضد د حكومت سخت كريك ډاؤن جاري دے۔محسن نقوي ووئيل كوټلي حكومتي اقدامات په نتيجه كښې غير قانوني اميګريشن كښې 47 فيصده كمې راغلے۔ده زور راوړلو سره ووئيل جعلي دستاويزات جوړونكو يا سهولت وركولو كښې ككړ كسان د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي۔د امريكې سفيري نټالي بيكر د پاكستان سره اړيكي لپاره د واشنګټن د عزم پخلے وكړو۔دې ووئيل مونږ پاكستان سره اړيكي مهمي ګڼي۔ ليکنه چليدنه د پارليمان شريكه غونډه – د بشري حقونو قومي كميشن بدلون بل 2025 منظور كړے شو وزیراعظم شهباز شریف د وزیر مملکت چوهدري ارمغان سبحاني او پنجاب بار کونسل غړي چوهدري رضا سبحانی د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه