اسلام آباد(مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پوليس اكېډمۍ دورې په موقعه تربيه ترلاسه كوؤنكو اے اېس پيز لپاره لويې پرېكړې اعلان كړے دي چې له مخې يۍ پاسنګ آؤټ افسرانو ته د پلاټس وركولو ٬ د يوې مياشتې تربيې له د دوئي چين ته د لېږلو او د پوليس افسرانو په تنخاګانو كښې د بهترۍ په شمول د پروموشن مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو منظوري وركړې شوې ده۔ دوئي دا خبره په ډاګه كړه چې پوليس فورس د نړيوال معيار له مخې كولو له به پېشه ور مهارت او مالي سوكالي باوري كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته خطاب كښې ووئيل د موجودہ پولیس بېچ د عصري غوښتنو له مخې تيارول د حكومت ترجيح ده۔ په دې لړ كښې د افسرانو مالي ستونزې لرې كولو له خصوصي اقدامات كولې شي او د نېشنل پوليس فاؤنډېشن مرستې سره به دوئي ته عصري آسانۍ وركولې شي۔ د دورې په مهال د كورنيو چارو وزير د اكېډمۍ د رنګ روغون كار معائنه وكړه په كومو كښې چې كنفرنس هال ٬ ډائننګ هال او نور رومز شامل دي۔ ده د كار د كوالټۍ حوالې سره د اكېډمۍ کمانډنټ اېم ادريس ته ضروري هدايات جاري كړل۔ په دې موقع کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی د كورنيو چارو وفاقي وزير ته بشپړ بريفنګ وركړو۔ ليکنه چليدنه د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بين الوزارتي كميټۍ غونډه ٬ د تيل او ګاز موجوده قيمتونو جاج واغستے شو د سينيټ په غونډه كښې د جمعې په ورځ نوي ټاكلي شوي غړي عابد شيرعلي د خپل منصب سوګند پورته كړو